|
د زياتو
بمي بريدونو، ځانمرګو حملو او سړک غاړې ماين چاودنو مسووليت وسلوال طالبان
پر غاړه اخلي. که حساب ورته وشي په تېرو اوو کلونو کې دې غورځنګ پښتني سيمې
له ستر ناورين او فاجعې سره مخ کړې. په سلګونو دوى په خپله ووژل، په سلګونو
نور يې په بهرنيانو.
پښتانه په
دې بدنامه شول چې وسلوال طالبان ټول پښتانه دي او وسلوالو طالبانو په اصل
کې د پښتنو په نسل وژنې پسې سوټى رااخيستى دى.
يو وخت مې
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له يوه ملګري سره د ليليې د دښتې هغه عکسونه
وليدل چې د سلګونو طالبانو مړي په ډله ييزه توګه په دې دښته کې پراته وو او
په کندهار کې خلکو په دې وير کاوه چې نازک ځوانان يې ووژل.
کله چې
وسلوال طالبان ماتېدل د جنګي کلا کيسې او په کانټينرونو کې د سلګونو
انسانانو اچول او وژل بيا بل باب و. کله چې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې
حکومت راغى خلکو فکر کاوه وسلوال طالبان به په پوځي ډګر کې د خپلو تنکيو
ملګرو غچ اخلي، که څه هم دوى ظاهراً داسلام او مسلمانانو د ژغونې نارې سورې
وهلې.
خو که حساب
ورته وشي په تېرو کلونو کې جنوبي ولايتونو له خپلې لمنې اور واخيست، تر
نيمايي زيات ښوونځي يې وسوځل شول، په همدغوولايتونو کې د معلمينو پزې
غوږونه پرې شول، يا ووژل شول، شاګردان وګواښل شول، ووژل شول او ترور شول،
په همدغو ولايتونو کې د بيارغونې کارونه په ټپه ودرېدل، همدغو د دين
پتنګانو ښوونځي په اور وسوځل چې په کې قران شريف او نور مبارک کتابونه هم
موجودوو.
پښتانه
واليان، قوماندانان او نور چارواکي همدغو وسلوالو طالبانو ووژل، ښکلى
کندهار، زرغون هلمند، ښايسته زابل، ارزګان او نيمروز يې د ځانمرګو بريدونو
ډګر وګرځاوه. ايا دا کفار يوازې جنوبي ولايتونو ته راغلي؟ که تاسې د اى،
اس، اى په لاس لوبېږئ او د بل په اشاره دين ګټئ؟
که د کابل
اوسنۍ ورځپاڼې چې د شمال ټلوالې يا پرديپالو له خوا خپرېږي ولولئ وسلوال
طالبان د پښتنو اصلي استازي ګڼي، حال دا چې دغو استازو په لومړي سر کې د
خپلو بېوزلو خلکو سرونه پرې کړل، پوست يې کړل او لا يې په دې تورنوي چې
تاسې د کفارو ملګرتيا کوئ.
په پښتنو
کې يې د سر اصلي خلک ووژل، نه قومي مشر ځنې پاته شو، نه د دين عالم، نه
منځلاري ملايان، نه پوهان او نه هم هغه کسان چې په يو څه پوهېږي او سترګور
دي. |