Afghanistan - Our Fatherland
Home                     

Entertainment     
Videos
Audios
Classic Cinema
Watan Photos
Fun Stuff
E-cards


Safis Web             

Laghman Site

Contact Us


Partner Sites       
AfghanDosti.Net
AfghanTube
Ya-Qurban.COM
HelloAfghanistan.COM
United Afghan
Tal Afghan
Dastanoona


Visit Also: Pashto Archives

ملي هویت وطن پالنه او ملي ګتې

ګرانو لوستونکو په پورته سرلیک کی راغلي اصطلاحات هغه ا صطلاحات دی چی په ننې تاریخ کی  زمونږ د  هیواد د لیکوالو، پوهانو او په ځانګری توګه د سیاستوالو او شننه کوونکو لخوا په ورځنیو چارو کی په خبری رسنیو کی استعمالیږی او پدی توګه ما وغوښتل چی پدی اړه لږ څه معلومات وړاندی کړم تر څو ما د یوی خوا د یوه کشر لیکوال په توګه خپل ملي احساسات د ګرانو هیوادوالو سره شریک کړي وي او د بلی خوا می د خپلو غښتلو لیکوالانو، استادانو او پوهانو پام رااړولی وي تر څو پدی اړه ژور معلومات برابر او په لیکه یي کړی.

ملي هویت څه ته وایې؟

ملي هویت په لنډه توګه د یوه ملت تاریخی ویاړونو، کلتوری ارزښتونو، مذهبی بنسټونو او تګلارو، خپلواکۍ او ولسواکۍ ته ویل کیږی.  په نړۍ کې بیلابیل قومونه، قبیلی او ملتونه په خپلو ملي هویتونو پیژندل کیږی او د ښه هویت درلودنکی ملتونه دلوړسیاسی ارزښت او عزت خاوندان دی. خدای(ج) زمونږ ملت ته خوراښه تاریخې ویاړونه، ملي کلتوري او مذهبی ارزښتونه، ملی غرور او د  خپلواکۍ تل پاتی جذبه ورکړي او پدی توګه یی ورته ستر ملي هویت (افغان، ا فغانیت اواسلامیت)  وربښلی دی. دغه راز د هیواد په ګوټ ګوټ کې د عتیقه اثاروشتون ددی ملت د لرغوني مذهبی مینی او کلتور څرګندوی دې او دا چی د دی خاوری بچو دنړۍ د وخت  دښکیلا کګرو په وړاندی د تل لپاره سرښدنی کړې د دوي د افغانې غرور او د خپلواکۍ  د جذبی او مینی څرګندوی دې. د خپل تیر تاریخ په ویاړ اود راتلونکی په زرغونتیا سره کولای شو خپل ملی هویت  تل ژوندی او پیاوړی وساتو.

د بده مرغه چی زمونږ په  بعضی وطنوالو کی دا روحیه اوس مهال غښتلې نده. دا ځکه چی مونږ د یوی خوا د بهرنیانود کلتوری یرغل لاندی او د بلی خوا د نظامی یرغل لاندی راغلي یوو. څوک زمونږ ملی اصطلا حات بدلوی او څوک مو د پښتون او تاجک؛ هزاره او ازبک په نومنو بیلوی او پخپلو کی مو جنګوي او وژني مو او څوک مو د طالب او مجاهد؛ سخت دریځ او دیموکرات؛  بنیاد ګر او افراطي په نومونو سره بیلوي او وژنې مو او بعضی نور موجنت ته د تللو په موخه  په ځانمرګی بریدونو کی او یا په هوایی بریدونو کی د تروریزم سره د مبارزی په ترڅ کی وژني.

 کله نا کله لا زمونږ بعضی هیوادوال پدی خو شالیږی او وایی چی دومره مخالفین مړه شول خوا فسوس دا چی پدی نه پوهيږی چی څوک مړه شول او دا شننه او تحلیل د ځان سره نه کوی که ده دا ډول بی موجبو مړینو لړۍ دوام وکړی نو یوه ورځ به دده او د کورنۍ د غړو نوبت هم را ورسیږی. په خواشینۍ سره باید ووایم چی زمونږ خلک تر هغو په یوه موضوع کی سره همفکرې او همغګې نه کوی ترڅوخپله په ستونزه کی ښکيل او زیانمن نشی. آی د افغانستان زړورو ولسونو را ویخ شۍ او یو موټی شۍ داحمد او ملالۍ تاریخ ژوندی وساتۍ دمیوند دشته او د خيبر دره په ګلونواو وونوسمسورکړۍ او دا ښکلی ښکلی دښتي د وطن د سیندونو په اوبو وخړوبوۍ د آمو د سین  مخه راونیسۍ او که نه نو د تخار ښکلی سیمه به اوبه یوسې.

وطن او وطن پالنه څه ته وایی؟

  وطن د ځمکی پر مخ هغه جغرافییی کتله/سیمه ده چی یو خاص ملت  اوحکومت ته منسوبه وي په هغی کې اوسیږی او  د اوبو، هوا، خاوری، غرونو، دښتو، سیندونو او نورو طبعې زیرمو څخه یی ګټه پورته کوی د دښمنانو د یرغل څخه یی ساتی او په سمسورتیا کی یی نه ستړی کیدونکې هلی ځلی کوي. وطن مور ده او د وطن سره مینه د ښه ایمان ښکارندوی ده. وطن ته ځکه مور وایی چی وګړی یی پخپلو کلیو، با نډو،  درو، غرو، دښتواو ښارونو کی داسی رالویوې لکه مور  چی ماشوم پخپله غیږه کی روزی یعنی  دا چی هر وګری د ژوند  په پیل کی د مور د شیدو څخه ګټه پورته کوی همدا راز د ژوند په اوږدو کی د وطن د خاوری، ابو او هوا څخه یو شان  ګټه اخلی. کله چی نوموړی بچیان لوی او بالغ شی نو د مور او پلار په خدمت مجبوراو مکلف شی همدا راز دنوموړو وګړرو په بلوغیت سره وطن په دوي دا حق پیدا کوی چی سمسور یی کړی او د یرغلګرو د شر څخه یی و ژغوری. کله چی وطن جوړ وي وگړی یی  د هوا، اوبو، زراعت، مالدارۍ او ډول ډول طبیعی زیرمو څخه ګټه اخلی  پردیوو ته اړ نه يي او د ښه  نړیوال دیپلوماتیک حیثیت درلودنکې وي.

افغانستان به هغه وخت د نړۍ د نورو پرمختللو هیوادونو په څیر یو پرمختللی او ارامه هیواد شی چی یوداسی  قوې سیاسی حکومت ولری چی په هغه کې د هیواد ټول وګړې اومشروع سیاسی ګوندونه د ښایسته سالارۍ پربنسټ ونډه ولری، ملکې او نظامې اداری یی په علمې کدرونو سمبالی وی، ځواانان یی پکار وګمارل شی اوټول وګړې یی پخپل ملی هویت وویاړی او د ژوندې ساتلولپاره یی کار وکړی. او پدی توګه هر وګړی یی د هیواد په ټولو چارو کی ځان مسول وګڼې خپل خدای ته صادقه او خپلو خلکو ته مخلصه اوسی او تل ورسره د انصاف نه ډک  چال چلند وکړی یعنی چی څه ځان ته  غواړو نو نور ته یی هم غوره کړو.

 د وطن سره مینه وکړو ملی ګټې تر شخصې ګټو غوره وګڼو د دښمن د یرغل په وخت ورڅخه په کلکه دفاع وکړو او د داخلی ستونزو په وخت کی صبر او حوصله وکړو او په هیڅ بیه وطن پریښودو ته  زړه ښه نکړو (په استسنا د هجرت چی هغه هم ځانګري شرایط لری)، د خپلو خلکو ترڅنګ و اوسیږو اوتل دا عقیده ولرو چی پدی خاوره کې پیدا او همدلته باید  مړه شو. راځۍ چی د وطن د ابادۍ لپاره داسی کار وکړو لکه ټول عمر چی ژوندی اوسو او په عينی حال کی د اخرت لپاره داسی کار وکړو لکه سبا چی مرو.

 تل د وطن په ابادۍ خوښ شو  او په خرابۍ یی خفه شو او د وطن د ابادۍ په موخه داسی سرښندونو ته تیار شو لکه د جرمنی خلکو چی د دوهمی نړیوالې جګړي وروسته دا هوډ وکړ چی دوطن د جوړلو لپاره او پدی موخه چی د پردیو د احتیاج  نه خلاص وی دخپل حکومت سره په سبسیډۍ (لږه مزدورۍ) او تر ټاکلی وخت هره ورځ زیات کار وکړي،  قرباني یی  ورکړه او نن یی هیواد پرمختللې، وګړې  یی ارامه اوحکومت یی د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کی د دایمی غړیتوب د لاسته راوړولو تکل لری.

ملي ګټې څه ته وایی؟

ملي ګټې د یوه هیواد ټولو کلتوری، اقتصادی، نظامی او امنیتی ستراتیژیکو موخو (اهدافو) ته ویل کیږی او یا په بل عبارت د یوه هیواد ټولی کورنۍ او بهرنۍ ستراتیژیگانې چی د ځمکنې بشپړتیا، د خلکو د سوکالۍ،  ولسواکۍ او خپلواکۍ ضامن وی ملی ګټې بلل کیږی. ټولی دولتی زیرمې ملي شتمنۍ دې او دوي ته ځکه ملی شتمنۍ ویلی شی چی د هیواد ټول وګړي تری باید په جایزه توګه برښمن شی او دا شتمنۍ د چا  شخصی ملکیت نشی کیدلای.

تل دې وي افغانستان، ژوندې دې وي افغانان او پیاوړی دې وي اسلام.

محمدفرید

 April 24, 2009

 
The author and his/her ideas are not necessarily associated with those of Safis Web.


                                    ---------------------------End--------------------------


Important note:
Safis Web stands for equal rights and brotherhood among all Afghan ethnic groups. We consider Tajiks, Hazaras, Uzbeks and other minorities as our Afghan brothers. Those with extreme and racist ideas are not welcome to our site.

Articles on Afghan Presidential Election 2009

د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول
د ولسمشرۍ چوکۍ ته  دغوره نوماند (کاندید) ځانګړتیاوی
حامد کرزي خپله سیاسي لوبه  وبایلله
په افغانستان کی دولسمشرۍ  ټولټاکنی او د خلکو غبرګون


More Articles By:

Akmal Sapay

"Pashto is an odd language"
US Elections from an Afghan's Perspective
Baghlan bombing - Evil in every sense of the word
A mosque or a school? Pashtun's choice
Pashtun's Two Concerns: Money and the Paradise
Afghan Embassy's Racist and descriminating Website
Safis Web, Pashto language and the critics
Pashtun's behaviour in 3 different situations
Afghan War on Youtube.Com
Afghanistan has two official languages, not one!
Swedish decision: Afghans must return home!
Pashtun tribal identities dividing us or uniting us?
Zahir Shah - The Last King of Afghanistan


Mohammad Farid

د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول

جنګ، فقر او غربت د یو ملت ملي غرور له منځه وړي

په ننګرهار کې د بیا رغونې او پرمختګ چاري

په افغانستان کې د ډیموکراسۍ وده

په افغانستان کی دولسمشرۍ  ټولټاکنی او د خلکو غبرګون

د ولسمشرۍ چوکۍ ته دغوره نوماند (کاندید) ځانګړتیاوی

ملي هویت وطن پالنه او ملي ګتې


Dr. Muradzai


په نومېښود کې ځينې اړين بنسټونه
ایراني تالي څټي یوبل پسې بربنډیږي
افغان یوموټئ ملت او پښتو ددې ملت ژبه ده


Engineer Arshad Noor

د پښتنو مهمي ستونزي
ګرم څوک دی؟


A. Khan


Removal & Transfer of Officials within Police Sector
Karakul Hats  and animal rights
Afghan Attorney General & the latest incidents
Political Nostalgia (Comments on Mr. Razaq Mamoon’s latest two articles)
Corruption Award to President Karzai
Late Arrival Culture & Classic Teahouses


Baryale Lekanwal

وسلوال طالبان، د پښتون وژنې د اوسنۍ غميزې لاملين


Dr. Said Afghani

په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی



 


 

chanel handbags 2011christian louboutin uktory burch usmonster beats headphonesprada handbagsbelstaff outletmbt shoes uk gucci sunglassesnike air force 1 lowcheap herve leger dresschi dazzle flat iron pink