|
دیارلسم
- ناصر
دوی
دلغمان ولایت د مندروړ د سیمی په جنوبی برخو کی ، او همداغسی د کابل
شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کی اوسیږی دا خلک زړور او جنګیالی دی
۰
څوارلسم
- اکاخیل
دوی هم
دلغمان د عمرزیو دمنطقی په شمالی برخه کی میشته او کورونه لری د اوښانو
او رمو روزنه کوی او د غره څخه لرګی راوړی او خر څوی یی
۰
پنځلسم
- دیګان « دهکان »
دوی
په دری خبری کوی او کورونه یی د افغانستان په نورو سیمو کی هم شته
۰
شپاړسم
محمد زي :
دوی
ځای ځای کورونه لری او د محمد ځیو پا د شاهی کورنی په وجه دوی هر چیری ښی
آبادی ځمکی تر لاسه کړی دی
۰
اولسم
- ریکا ګان
:
دوی
دلغمان ولایت د چاردهی په علاقه کی محدود کورونه لری او دکابل ریکا
خانه ددوی اصلی مرکز دی
.
اتلسم
- عمرخیل
دوی
دلغمان د چاردهی ( شاه ګذربابا او قلعه اخوند کلي تر څنګ ) کی زمینداره
کورنی دی او د کابل په میدان کی هم زیاتی ځمکی لری
۰
نولسم
- وریا خیل
دوی د
لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقی په لر او بر کی هستوګنه لری او خلک یی
کاریګر او دهقان کاره دی
دوی د
کابل په پغمان او دبغلان دولایت په مر کز کی هم
ځمکي
او کورونه لري .
شلم
- وردګ
دوی
دلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقی په جنوبی برخو کی اوسیږی او په کابل کی د
وردګو علاقه ، قام او حکومت مشهور دی ، په دوی کی ښه د کار او میړان خلک
تیر شویدی او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کی د غازی محمدجان خان مبارزه
د هیریدو نه ده دا قام تل په سیاسی جریاناتو کی لاس او برخه لری
۰
یویشتم
- تاجک
۰
دوی
په لغمان او د افغانستای په نورو ولایاتو کی اوسیږی ژبه یی دری ده۰
چی د فارسی ژبی سره سره لږ
تو پير لري .
وایی دری د دربار څخه اخستل شوی او دا ژبه یو وخت د
درباریانو ژبه وه
۰
میرعلی خيل دويشتم
دوی
دلغمان د باد پښ په علاقه او نورو سیمو کی اوسیږی
۰
درويشتم
- نیازی
دوی
دلغمان د ولایت داعلينګار په سیمه کی پراته دی ددوی کورونه د کابل جنوبی
خواته هم شته ، وایی دوی د صافیو یوه ریښه ده۰
څوک
وائي : چي دوي مستانه کورني ده .
نيازي
په کندوز او خان آباد کي هم ځمکي او کورونه لري ، چي غټ کلي ئي ملرغي
نوميږي نيازي د پاکستان د پنجاب په سيمه کي هم ډير شمير او سيږي .
نيازي د تخار ولايات د تالقان دمر کز او مربوطاتو کي لکه دقو لبرس په
سيمه څير هم او سيږى ، خصوصآ په قو لبرس کى ډيرى ځمکى او کورونه لري .
څلورويشتم
-اړوکی
دوی د
لغمان د الینګار په منطقه کی اوسیږی او ددوی تر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په
نامه نور پښتانه قامونه هم پراته دی
۰
پنځه ويشتم _
الکوزي (الکوځي)
دوی
په لغمان کی لږی کورنی پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کی هم
شته او مشهور قام دی۰
شپږويشتم :
سادات
دوی
دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کی ځای په ځای کورونه
لری ، دوی ته میران او پاچایان هم وایی په لغمان کی خواجه ګان د ابو بکر
صدیق ( رض )
«حضرات
»او
د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته
۰
اوه ویشتم
-
لطف الله خیل
دوی
دلغمان ولایت د تیر ګړو خانان او هلته د سنګ توودی ( سنگ تودو) د قریه
اوسیدونکی دی.
اته ويشتم
بابکر خيل
دوی د
لغمان ولایت د الینګار د سیمی مشهور خانان دی او په کابل کی هم کورونه لری
، او درباری خلک ؤ .
نه ويشتم
نورستاني
په
لغمان کی ددوی کورونه شته خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لویه
ولسوالی ده چه اکثره یی په ځانګری ژبه غږیږی ( سانسکريت ) ، دوی د امیر
عبدالرحمن په زمانه کی تابع او مسلمان شویدی د امیر حبیب الله خان په دوره
کي ددوي ډيري ښځي او نجوني دوينځو په توګه دهغه دربار کښى خدمتونه کول
.چي د امیر امان الله خان په دوره کي آازادی کړل شوی ،
د نورستان دخلکو بچیان د امیر عبدالرحمن خان په دوره
کی
دربار ته لاره پیدا کړه چه په دی اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکی وروزل شول
چه بیا ورسته د افغانستان په اجتماعی ، ساختمانی سیاست او ازادی په ساحه
کی لوی رول درلود ، امیر حبيب الله په لغمان کی د قلع السراج تعمیر او
باغ اباد کړ ، دا ځای په ژمی کی د امير حبيب الله
ژمنى پلازمينه و چى
د بچی
سقاو په وخت کی دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر وران او ویجاړ کړ شو ،
امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کی هم میلی چړچی او شکار کولو
چه اخر هم هلته د شپی له خوا په خیمه کی د یو نامعلوم شخص له خوا وویشتل
شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو
۰
ديرشم
درگي :
دوی
دلغمان ولایت په شمال شرق د شمنګل په قریه او د درګو د اوبو له پاسه کلو
کی اوسیږی او کوچیان هم لری
۰
يو ديرشم
على خيل :
دوی د
لغمان ولايت په شمال شرق دشمنگل او صابره ډوپی کلي کی اوسیږی او څه
کورونه یی په کابل کی هم شته
۰
دوديرشم
ابراهيم خيل
دوی د
لغمان د ولایت د مندروړ په علاقه کی شاو خوا میشته دی
۰
دري ديرشم
محمد خيل
دوی د
لغمان په ولایت کی هستوګنه لری
۰
څلور
ديرشم خيرو خيل
دوی
لغمان د ولایت د مندروړ په جنوبی ساحو کی پراته دی
۰
پنځه ديرشم
قولان
دوی
لکه د کوچیانو په شان کابل او مشرقی او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ
راتګ کوی او د تجارت کسب یی درلود مګر اوس یی په کابل کی ډیر کورونه او
تجارتونه پیدا کړی دی
۰
شپږ ديرشم
اهل هنود
دوی هم
دلغمان ولایت د تیر ګړو په قریه کی ساکن دی او هلته ځانله درمسال لری چه
خپل دینی مناسک هلته اجرا کوی دوی هم تجارت پیشه دی او د تیرکړو په
پخوانی بازار او اوس دلغمان په ولایت کی دوکانونه لری۰
|