|
خو څو ایراني تالي څټو له هغې څخه د حضرت عثمان کمیس جوړ کړ او د ایرانۍ
ژبنۍ امپراطورۍ د بسیا لپاره ، اوس له دې پلمې ، سبا به له بلې پلمې او بل
سبا به له ډېرو نورو پلمو څخه کار واخلي!
هیښنده داده چې په داسې ملي ضد هڅو کې د پخوانیو ایران پلوه څېرو ترڅنګ ،
یو شمېر نوې څېرې چې لا له پخوا نه په پټغالي کې پر ملي دریځونو د برید او
یرغل په موخه د وړ او مناسب وخت په هیله چوپ ناست وو ، لیدل کیږي او دادئ
ورو ورو د هغو له کرغېړنو څېرو څخه هم پرده لرې کیږي او بربنډيږي.
د ملي پيمان په نوم په ملي ضد سایټ کې چې د پښتو او پښتنو په وړاندې د
دښمنۍ نوم لري ، دا دئ اکرم عثمان هم د رهنورد زریاب ، رسول رهین او نورو
په پله پل ږدي او له دوی سره په ګډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي
اصطلاحګانو د ژغورنې په غبرګون کې ، خپله ملي ضد څېره بربنډوي او غواړي
ایران ته د چوپړ په لار کې له نورو ملي ضد څېرو څخه روسته پاتې نه شي
.
نوموړئ د جرمني دویچه ویلي راډېو سره پخپله مرکه کې چې پيمان سایټ راخیستې
د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي
« از دید من این حرکت ایشان شاید نوع برګشت
باشد به ګذشته . یعنی برګشت به قرون وسطی ، به دوران جهالت.
»
مانا دا چې د ښاغلي اکرم عثمان په اند د اطلاعاتو او کلتور د وزارت دا هڅه
چې هغه وزارت د هېواد د اساسي قانون له مخې په هېواد کې د ملي اصطلاحاتو
څخه ساتنه او پالنه کوي « برګشت به قرون وسطي » او « برګشت به دوران جهالت
» دئ
.
د نوموړي په اند ، د پوهنتون او نورو منل شویو ملي اصطلاحاتو کارول ، «
برګشت به دوران جهالت است » خو که د ملي اصطلاحاتو پرځای محلي او ځايي
اصطلاحګانې لکه دانشګاه او دانشجو او نور وکارول شي بیا د تمدن ، پرمختګ او
لوړتیا نښه ګڼل کیږي
.
په هېواد کې په پښتو ژبې د وییونو ( کلمو ) او اصطلاحاتو کارول ، د ده په
اند « برګشت به قرون وسطي است » خو که پاړسې ژبه د هېواد د اکثریت پښتو ژبې
او د هېواد د نورو لږکیو ایتنیکي ګروپونو د ژبو پر څټ سپره وي ( لکه چې له
پېړیو راهېسې دا بې عدالتي روانه ده ) ، بیا په هېواد کې هر څه مخ په وده
دي او افغاني ټولنه د پرمختګ او غوړېدا پرمختللي پړاو ته رسېدلې ده
!
که پښتانه نارې وهي چې ماشومانو ته يي په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو
سیمو کې په خپله مورنۍ پښتو ژبه د لوست او زده کړې شونتیاوې برابرې شي «
برګشت به دوران جهالت است » . خو که په هېواد کې هرڅه د لږکیو تاجیکو په
ژبه یانې په پاړسي وي ، یانې میم زرما ټوله زما وي بیا د ښاغلي په اند ،
پيشرفت به سوی تعالي و تمدن است
.
تو لعنت دې په دغسې منصفۍ شه ............ چې له حقه و باطل و ته ګذر کړې
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکا ........خپل ټټو او د بل اس به برابر
کړې
رحمان بابا
دا ښاغلئ د خپلې مرکې په بل ځای کې وايي : « من هیچګونه تعصب ندارم ، زمانی
که وطندارهای ما فریفته ای زبان فارسی یا دری هستند
» هو ، پر افغان ملت باندې د پاړسي ژبې د پېړیو پېړیو د مطلقې واکمنۍ په
اړه ښاغلئ « هیچګونه تعصب » نه لري او دا ځکه چې د ده په اند ، « وطندارهای
ما فریفته ای زبان فارسی یا دری هستند»
خو د تعصب وینې د ده په رګو کې هغه وخت په خوټېدو راځي چې د ده بل
هېوادوال پښتون ، هغه هم د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې په پښتو ژبه د ملي
اصطلاحاتو او وییونو د کارونې او دپښتو د پرمختګ او غوړېدنې غوښتنه وړاندې
کړي
.
افغانستان هم ، د ډېرو هېوادو په تېره بیا په سیمه کې د ګاونډیو هېوادو
پشان لکه تاجیکستان ، ازبکستان ، چین ، ترکی او ایران چې خپلو هېوادو کې
ملي او سراسري ژبې لري ، ځانته ملي او سراسري ژبه لري چې د هېواد په اساسي
قانون کې تسجیل او هغه پښتو ملي ژبه ده
.پښتو ژبه د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې د هېواد د ملي ژبې پتوګه منل شوي
او په روستي اساسي قانون کې هم د ادبیاتو په تغیر سره د ۱۳۴۳ کال د اساسي
قانون پشان د ملي او سراسري ژبې پتوګه تسجیل ده
.
بلخوا کله چې یوه ژبه د خپلې ټولنې د اکثریت ژبه وي باید د دولت دري ګونې
قواوې ، بهرنیو چارو وزارت او سفارتونه به په پښتو وي . پوهنتونونه ، لوړې
زده کړې ، د کلیو او ښارونو نومونه ، هټۍ او دکانونه ، تختې او سردړې (
لوحې ) به پښتو وي
.ترڅو ټول په دې وپوهیږي چې دا د افغانانو هېواد دئ او په دې هېواد کې د
افغانانو ژبه پښتو ویل کیږي
.
د افغانانو هویت په پښتو ژبې سره کیږي ، نه په پاړسي ژبې سره !
پاړسي ژبه د تاجیکستان او همدارنګه ښای د ایران د هویت لپاره په درد وخوري
.
په سیمه کې ټول هېوادونه لکه څنګه چې ترې دمخه یادونه وشوه ځانته خپلې خپلې
ملي ژبې لري او دا ژبې د دوی د ملي هویت څرګندوی هم دي ، افغانان ولې پښتو
ژبه د ملي ژبې پتوګه ونه لري او دوی ولې د ایران او په هېواد کې دننه د یو
څو ایراني تالي څټو له ډاره خپل ژبه د ملي ژبې په کچه ونه کاروي.
د افغان ملت په نوم ویاړل ، د افغان د ننګیالیو او مېړنیو زامنو درناوئ او
نمانځنه ، د ملي دریځونو ننګه او د پښتو ملي ژبې پالنه د متمدن افغان
ځانګړنه بلل کیږي . دا خبرې نه « برګشت به قرون وسطی است » او نه « برګشت
به دوران جهالت »
وروري به کوو خو حساب تر منځه :
په هېواد کې د تاجیکو د ژبې یانې پاړسي حق خوندي دئ . دوی چې په کومه سلنه
په هېواد کې مېشت دي ، ژبه يي هم هومره حق لري . تاجیک کولئ شي په هغو سیمو
کې چې مېشت دي د خپلې ژبې وییونه څنګه يي چې زړه غواړي وکاروي او په خپله
مورنۍ ژبه پاړسي لوست او زده کړه وکړي
.
دا شان حق د افغانستان نور ایتنیکي ګروپونه لکه ازبک ، نورستاني ، پشه یان
، بلوڅان او نورهم لري او په اساسي قانون کې د دوی ټولو دا شان حقوق تسجیل
دي
.تاجیک نور نه شي کولئ خپله ژبه پاړسي د پښتو ملي ژبې پر خیټه تل سپره
وساتي او یا د هېواد د نورو ایتنیکي ګروپونو د ژبو حق تر خپلې خیټې ځار کړي
، دا وخت اوس له نیکه مرغه تېر شوئ دي او پښتانه به هر څوک پخپل ځای کینوي
.
په دې توکه ګورو چې ښاغلئ اکرم عثمان د نورو پشان یوازې د دوه ــ درې
لغتونو په ننګه توره په لاس د جګړې دګر ته نه دئ راوتلئ ، بلکې نوموړئ له
بده مرغه له هغو کسانو سره په ګډه د کتار په لومړي سرکې ولاړ دئ چې هغوی نه
یوازې د ملي اصطلاحاتو ریښې اېستلو پسې راخېستې بلکې هغوی نه پښتو ژبه منی
، نه افغانستان مني ، نه د ښاغلي اکرم عثمان نیکونه مني او نه افغاني هویت!
څوک چې د افغان او افغانستان په نوم شرمیږي ، څوک چې د افغانستان د مېړنیو
په نوم شرمیږي او ۲۴ ساعته یي په کنځلو نه مړیږي ، څوک چې غواړي د
افغانستان تېر تاریخ سرچپه کړي ، غله لکه سقاو او مسعود ملي اتلان کړي او
ملي اتلان په بد نوم وستايي او ښاغلئ اکرم عثمان يي تر څنګ ولاړ دئ او
شاباس ورته وايي ، اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې ښاغلئ اکرم عثمان څوک دئ او څه
کوي ؟
اورېدلي مې دي چې ښاغلئ اکرم عثمان د محمدزي پښتون له ګنډې دئ یانې پښتون
دئ . خو دا پښتون « به حیث نویسنده شناخته شده افغانستان که ده ها اثر به
زبان فارسی نوشته اند » یوه مقاله هم
د تبرک لپاره د خپلو پلرو په ژبه پښتو نه لري . په داسې حال کې چې پښتانه
پر د حق لري چې د دوی په ژبه یانې په پښتو یو اثر نیم هم که څه هم « ده ها
اثر به زبان فارسی نوشته اند » ولیکي . په پاړسي ژبه خو دوه دولتونه یانې
ایران او تاجیکستان لا څه چې درې دولتونه یانې کابل دولت هم تاجیکو ته
لیکنې او خپرونې لري خو په پښتو بېوزله ژبه یو دولت ( کابل دولت ) هم د
تاجیکو له ډاره لیکنې او خپرونې نه شي کولئ
.
دا د ښاغلي اکرم عثمان ملي دنده ده چې د کابل د دولت دغه بې عدالتي يي
غندلئ وای او د پښتو مظلومې او پاړسي ځپلې ژبې چې د ده د نیکونو ژبه هم ده
، د خوړل شویو حقونوپه ورکړه کې يي کوم اثر نیم لیکلئ وای . خو دا بېچاره
ګئ هم د مالګې په کان کې مالګه شوئ او له زریاب او رهین څخه دمخه ، لکه
لیونۍ خپله ژبه پښتو او خپل هویت په کاڼو ولي
.
ښاغلي زریاب د طلوع تلویزیون کارکونکوته ویلي وو چې که څوک پوهنتون ،
پوهنځئ اویا نور ملي اصطلاحات و نه کاروي او د هغې پر ځای دانشګاه ، دانشجو
او داسي نور وکاروي د هر لغت پر سر لس ډالره سوغات ورکوي . دا چې نوموړئ
دومره ډالر له کومه کوي له ایران یا کوم بل هيواد څخه يي اخلي دا بېله خبره
ده ، خو په دا ډول ملي ضد هڅو ښاغلئ اکرم عثمان ځان ناګاره اچوي او په
اصطلاح ( خود را در کوچه ای حسن چپ میزند( |