Afghanistan - Our Fatherland
Home                     

Entertainment     
Videos
Audios
Classic Cinema
Watan Photos
Fun Stuff
E-cards
Talk & Chat


Information          
Afghanistan Close-up
Ethnic Groups
Major Invasions
Pukhtunistan Dispute
Afghan Profiles

Education              
SW Documentaries
Poets & Poetry
Pashto Archive
Pashto and Pashtun
*
Tutorial Site
Your Opinions

Safis Web             

Laghman Site

Guestbook
Contact Us


Partner Sites       
AfghanDosti.Net
AfghanTube
Ya-Qurban.COM
HelloAfghanistan.COM
United Afghan
Tal Afghan
Dastanoona
  



Visit Also: Pashto Archives

ګرم څوک دی؟

 ليک:انجنیر ارشد نور
arshadnoor@gmail.com
August 04, 2008

 

تیری دری لسیز چی زمونږ د هیواد یوه توره دوره بلل کیږی، زمونږ هیوادوال ترینه ډیری بدی خاطرې لري، ډیر ځوانان یی د ښاورو لاندی کړل، زمونږ هیواد یی د نړی د نورو هیوادونو څخه په زرونو کاله ورسته پاتی کړ، دري نسله پکی تباه شول او لا کیږی، د کوچنینو نه نیولی تر ځوانانو او سپین ږیرو پوری د غقلونو او فکرونو څخه خلاص شول، د هیوادوالو د تغلیم او زدکړی لار بنده او په خپل مینځی جنګونو د دوښمن په لمسون بوخت شول، په دی جنګونو کی ټولو قومونو ته زیات زیانونه ور ورسیدل، او د هغی څخه یو هم پښتانه دی، کومو چی په دی لسیزو کی نه یواځی خپل ځوانان د لاسه ورکړل، بلکې د دوی ژبی او کلتور ته هم زیات زیان ورورسید.

په دی جنګونو کی په مستقیم او غیری مستقیم ډول پښتو او پښتانه په نښه شول، د پښتنو دښمنانو د وخت نه په استفادی د پښتنو د پرمختګ لاره بنده کړه، او زیات کوښښ یی وکړ ترڅو دوی ورک کړی، په پښتنو یی د ډاراچونکو یا تریوریستانو، طالبانو، بی تغلیمه او نور نومونه کیښودل، او پښتانه یی دونیا ته د پرمختګ په لار کی د ټولو څخه ستر ګواښ وښود،


د پښتنو داخلی او بهرنی دښمنانو پښتانه او پښتو د دوستی په نوم وټکوله، ځانونو څخه یی اول خواګه دوستان جوړ کړل او پښتنو ته یی وویل چی مونږ  سره وروڼه یو، مونږ سره یو یو، زمونږ دښمن یو دی، مګر د پردی شاته قیصه بله وه، دوستان دښمنان وه، او د دوستانو څخه دښمنانو دښمنان جوړ کړل،

مګر پښتانه په دوی پوهنه شول او هغو یی د زړونو څخه خپل دوستان تسلیم کړه، او په دی دوستی کی دومره ډوب شول چی خپله درباری ژبه یی هم بدله کړه، د وخت واکمنانو خو بیښی هیره کړه، او په کلاره کلراه روانه ده ورکیږی، د پښتنو څخه که پښتنه کوی نو د هغوی ځواب دا وی چه د هیواد مشران پښتانه دی، مګر دا فکر نه کوی چی د همدی مشرانو د لاسه خو مونږ نن دی حال ته راورسیدو، په خپل کور کی په خپله ژبه ویلو ویریږو، زکه خپل مشران مو د چوکو د ساتلو په خاطر وایی چی تاسو تاسوب لری د نورو سره، او دا فکر نه کوی چی نورو مونږ سره څه وکړل او څه کوی.

که کښينم ننگ وناموس ځي

کــــــه پاڅم پاڅي طوفـــــــــان

 که مونږ د ځان څخه یوه پښتنه وکړو، چی چا نن دی ځای ته مونږ را ورسولو چی اوس مو په خپل کور کی خو لا څه کوی په ټوله نړی کی ځای نه کیږی، نو مونږ ته به په لمړی قدم کې د وخت پښتانه واکمنان او ځینی پښتانه مشران را په ګوته شی، او بیا ورسته به هغه کسان چی په خپلو هیوادونو کی یی ځای نه کیده او پښتنو ورله په خپل هیواد کی پنا ورکړه، او اوس نور هر څه خویی لا څه کوی وایی دا هیواد د پښتنو نه بلکی زمونږ دی، د دی هيواد اکسريات مونږ يو او دلته بايد زمونږ ژبی او فرهنګ ته د پښتو او پښتنو څخه زياته پاملنرنه وشی. او که چيری زه په لنډه توګه زه ووایم، نو دوی داسی نظر لی چی دلته بايد د ګاونډيانو کلتور او دودونه رواج او د دی ځای د اوسيدونکو هير شی.  
 

مګر زه د دوی څخه هيڅ ګيله نه لرم دوی ګرم ندی، هغه زکه چی مونږ دوی ته دا لاره خپله حواره کړی چی اوس په ښکاره ډول داسی وايی.

په هر صورت!

که زه دا ووايم چی اوس مونږ ته څه پکار دی چی د دی قسمه کسانو لاره ونيسو؟

 نو یقینَ اوله خبره به زمونږ خپل مینځی بی اتفاقی ختمول وی، او په یو بل باندی اغتبار کول وی، او د زړونو څخه مونږ بايد خيری لری کړو. او د دی نه پس بايد د دښمن ګريوان ونيسو.

 که چيری مونږ دا کار زر ونه کړ، نو په راتلونکی کی به بيا اوبه د ورخه تيری وی، دلاسه به مو هر څه وتلی وی، او د غلامی مډالونه به په غاړو کی ګرځوو،

نور هر څه تاسی ته پريږدم، ښه فکر پری وکړی، تاسی غلامی قبلوی او که اذادی؟

د مـدرسی وره کـې دلـګـیـره نـاسـته

د دربـــار مـخــی تــه زهـیـره نـاســتــه

داسی ناداره شوه خپل کور کی پښتـو

لکه پـردی کـور کـې فـقـیـره نـاستــه
 



 ليک:انجنیر ارشد نور
arshadnoor@gmail.com
August 04, 2008

 

 

 


The author and his/her ideas are not necessarily associated with those of Safis Web.


                                    ---------------------------End--------------------------


Important note:
Safis Web stands for equal rights and brotherhood among all Afghan ethnic groups. We consider Tajiks, Hazaras, Uzbeks and other minorities as our Afghan brothers. Those with extreme and racist ideas are not welcome to our site.

More Articles By:

Akmal Sapay

US Elections from an Afghan's Perspective
Baghlan bombing - Evil in every sense of the word
A mosque or a school? Pashtun's choice
Pashtun's Two Concerns: Money and the Paradise
Afghan Embassy's Racist and descriminating Website
Safis Web, Pashto language and the critics
Pashtun's behaviour in 3 different situations
Afghan War on Youtube.Com
Afghanistan has two official languages, not one!
Swedish decision: Afghans must return home!
Pashtun tribal identities dividing us or uniting us?
Zahir Shah - The Last King of Afghanistan


Dr. Muradzai

په نومېښود کې ځينې اړين بنسټونه
ایراني تالي څټي یوبل پسې بربنډیږي
افغان یوموټئ ملت او پښتو ددې ملت ژبه ده

Engineer Arshad Noor

د پښتنو مهمي ستونزي
ګرم څوک دی؟

A. Khan


Removal & Transfer of Officials within Police Sector
Karakul Hats  and animal rights
Afghan Attorney General & the latest incidents
Political Nostalgia (Comments on Mr. Razaq Mamoon’s latest two articles)
Corruption Award to President Karzai
Late Arrival Culture & Classic Teahouses

Baryale Lekanwal

وسلوال طالبان، د پښتون وژنې د اوسنۍ غميزې لاملين

Dr. Said Afghani

په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی

 


Comment on this Article