|
ليکوال: ارشد نور |
|
|
ګرم څوک دی؟ |
|
|
تیری دری لسیز چی زمونږ د هیواد یوه توره دوره بلل کیږی، زمونږ هیوادوال ترینه ډیری بدی خاطرې لري، ډیر ځوانان یی د ښاورو لاندی کړل، زمونږ هیواد یی د نړی د نورو هیوادونو څخه په زرونو کاله ورسته پاتی کړ، دري نسله پکی تباه شول او لا کیږی، د کوچنینو نه نیولی تر ځوانانو او سپین ږیرو پوری د غقلونو او فکرونو څخه خلاص شول، د هیوادوالو د تغلیم او زدکړی لار بنده او په خپل مینځی جنګونو د دوښمن په لمسون بوخت شول، په دی جنګونو کی ټولو قومونو ته زیات زیانونه ور ورسیدل، او د هغی څخه یو هم پښتانه دی، کومو چی په دی لسیزو کی نه یواځی خپل ځوانان د لاسه ورکړل، بلکې د دوی ژبی او کلتور ته هم زیات زیان ورورسید.
کــــــه پاڅم پاڅي طوفـــــــــان
که مونږ د ځان څخه یوه پښتنه وکړو، چی چا نن دی ځای ته مونږ را ورسولو چی اوس مو په خپل کور کی خو لا څه کوی په ټوله نړی کی ځای نه کیږی، نو مونږ ته به په لمړی قدم کې د وخت پښتانه واکمنان او ځینی پښتانه مشران را په ګوته شی، او بیا ورسته به هغه کسان چی په خپلو هیوادونو کی یی ځای نه کیده او پښتنو ورله په خپل هیواد کی پنا ورکړه، او اوس نور هر څه خویی لا څه کوی وایی دا هیواد د پښتنو نه بلکی زمونږ دی، د دی هيواد اکسريات مونږ يو او دلته بايد زمونږ ژبی او فرهنګ ته د پښتو او پښتنو څخه زياته پاملنرنه وشی. او که چيری زه په لنډه توګه زه ووایم، نو دوی داسی نظر لی چی دلته بايد د ګاونډيانو کلتور او دودونه رواج او د دی ځای د اوسيدونکو هير شی.
په هر صورت! که زه دا ووايم چی اوس مونږ ته څه پکار دی چی د دی قسمه کسانو لاره ونيسو؟ نو یقینَ اوله خبره به زمونږ خپل مینځی بی اتفاقی ختمول وی، او په یو بل باندی اغتبار کول وی، او د زړونو څخه مونږ بايد خيری لری کړو. او د دی نه پس بايد د دښمن ګريوان ونيسو. که چيری مونږ دا کار زر ونه کړ، نو په راتلونکی کی به بيا اوبه د ورخه تيری وی، دلاسه به مو هر څه وتلی وی، او د غلامی مډالونه به په غاړو کی ګرځوو، نور هر څه تاسی ته پريږدم، ښه فکر پری وکړی، تاسی غلامی قبلوی او که اذادی؟
د مـدرسی وره کـې دلـګـیـره نـاسـته د دربـــار مـخــی تــه زهـیـره نـاســتــه داسی ناداره شوه خپل کور کی پښتـو لکه پـردی کـور کـې فـقـیـره نـاستــه
انجنیر ارشد نور arshadnoor@gmail.com |
|
|
د ګران ارشد نور اشعار |
|
| دا مسـلـیـم دی کـه کـافـر | |
| وطنه | |