Afghanistan - Our Fatherland
Home                     

Entertainment     
Videos
Audios
Classic Cinema
Watan Photos
Fun Stuff
E-cards


Safis Web             

Laghman Site

Contact Us


Partner Sites       
AfghanDosti.Net
AfghanTube
Ya-Qurban.COM
HelloAfghanistan.COM
United Afghan
Tal Afghan
Dastanoona


Visit Also: Pashto Archives

په افغانستان کی دولسمشرۍ  ټولټاکنی او د خلکو غبرګون

د ډیر ځندنی انتظار نه ورسته د روان کال د حوت په ۱۰مه نیټه دافغانستان جمهوری اسلامی دولت د ولسمشر دفتر د یوه فرمان په ترڅ کی د ازادو خبري رسنیو د لاری خلکو ته  په ډاګه کړه چی د راتلونکی دوری د ولسمشرۍ ټولټاکنی به د هیواد د اساسی قانون د یوشپیتمی مادی  په اساس په خپل ټاکلی وخت یعنی د ۱۳۸۸ هجری شمسی کال د غبرګولي په میاشت کی تر سره شی.

دا په داسی حال کی ده چی ډیر خلک په دی آند وو چی ګویا ولسمشر به په افغانستان کی د موجوده امنیتی ستونزو له کبله راتلونکی ټاکنی تر یوی بلی مساعدی شیبی پوری وځندوی تر څو پدی توګه وکولای شی چی د قدرت په گدۍ د ټاکلی مودی څخه زیات پاتی شی. دا موضوع د خلکو په ورځینیو چارو کی په خارونو - کلیو – او بانډو او په اجرو او دیرو کی او په ځانگړی توګه د ازادوخبری رسنیو په څپو کی د تود بحث وړ وگرځیده حتی تردی چی د خلکوسره دا آند یښنی وی چی ولسمشر به په دی کار سره نه یوازی د هیواد د اساسی قانون څخه سرغړونه کړی وی بلکی په گران ټاټوبی افغانستان کی به دا نا بالغه نوی لاسته راغلی ولسوا کی (دیموکراسی)  هم د خطر سره مخامخ کړی وی. افغانستان به د نړیوالی ټولنی ملاټر د لاسه ورکړی، ملی ګټی به په کنړی سین لاهو شی او یوځل بیا به د تاریخ تیری ترخی شیبی په ګرا ن هیواد کی تکرارشی.

ولی د ټولټاکنو د نیټی د اعلان نه ورسته په سمدستی توګه د ډیرو خلکو په نظر کی ۱۸۰ درجی تغیر رامنځ ته شوه او په دی توګه یوځل بیا د حکومت او ولسمشر سره په مخا لف لوری کی وغورځیدل. دا ښاغلی او اغلی وایی چی ولسمشر پدی کار سره یو بل سیاسی چال لاړ، او دا ځکه چی د یوی خوا د نورو کاندیدانو سره کافی وخت ندی پاتی تر څو د خلکو په منځ کی د ځان په ګټه انتخاباتی کمپاین وکړی او د بلی خوا د هیواد اوسنۍ آمنیتی وضعه او جوی حالات ددی جوګه ندی چی ګران هیوادوال دی د شین اسمان لاندی او د فولادی دیوالونو تر شا د ټاکنو صندقونو په لور د رای ورکولو په موخه ولاړ شی.

داچی نړیوال او د افغانسنتان سیاسی ملگری به په دی اړه څه غبرګون ښا وخت به یی لا هم روښانه کړی، ا و دا چی دا ډول مخالفتونه د افغانستان سیاسی ټیکاو او اقتصادی پرمختګ ته څومره زیانمن او یا ګټور تمامیږی  قضاوت به یی  گرانو هیوادوالو ته پریږدم خو اجازه راکړۍ چی په راتلونکو ټولټاکنو کی یو څو اساسی ننګونو(چالشونو) ته په لاندی ډول اشاره وکړم: 

الف: تیر وار د افغانستان خلکو په ډیره خوښۍ سره د ولسمشری په ټولټاکنو کی برخه واخیسته او په پایله کی یی کزی صاحب په غوث ا کثریت د ګران هیواد ولسشر وټاکه. نوموړی د خپلو خلکو د څوکالۍ په موخه په ډیره  خوښۍ سره د ملنګۍ کجکول  په غاړه او خپل لاسونه یی نړیوالو ته  د خیرات غوختلو لپاره پرانیستل او بالاخره لګی او یا ډیری مرستی یی را ټولي کړی. دا چی څومره مرستی بیرته د هیواد نه بهر ولاړی نه غواړم چی بحث پری وکړم خو باید ووایم چی په همدی مرستو زمونږ د هیواد ډیر سرکونه- پلونه – لوی لاری – مکتبونه اوکلینیکونه جوړ شول – معلوماتی تکنالوجۍ د پام وړ پرمختګ وکړ او که وطنی بریښنآیی تولید نکړه ولی د همسایا ګانو څخه  خو یی راته لګه برښخنا و پیرودله، دلته د پختو مشهور متل را یاد شوه چی وایی "د پردي زوی  نه خپله لور ښه ده".

په هر حال ددی ټولو پرمختګونو سره سره زمونږ هیوا دوال د ډیرو بدبختیو سره مخامخ شول بی کاری زیاته شوه، امینتی وضعه خرابه شوه، ملکی او بی ګناه خلک هره ورځ یا په ځان وژنکو حملو کی  او یا په هوایی بمباریو کی وژل کیږی(زما به د بغلان او د بهارستان د ځان وژونکو بریدونو او د کندهار، شیندند، هسکی مینی، کنړ او لغمان د هوایی بمباریو شهیدان او د هغوی څخه پاتی یتیمان کنډی او بوری میندی تر هغو هیری نشی تر څو می سر د لحد په تیږه ولګیږی). مکتبونه وسوزول شول اوډیر کوچنیان د زدکړی د حق او نعمت څخه محروم پاتی شول او تر ټولو دردونکی خو داده چی هر افغان کله هم د یو رسمی کار د اجرا په خاطر د یودولتی دفتر څڅه لیدنه وکړي بیا نو په هیڅ صورت سره نه غواړی چی هلته ورشی. ددی شرايـطو په پام کی لرلوسره ډیر خلک ذهننا دی ته تیار ندی چی په ټولټاکنوکی دی برښه واخلی. آیا دوی ښاغلو اواغلو پدی اړه څه فکر کړی او که نه؟

ب: زمونږ یو زیات شمیر هیوادوال د یوی مړۍ ډوډۍ د لاسته راوړولو په موخه د هیواد څخه بهر او یا دهیواد په داخل کی ورک دی، آیا چا ددوی د ستونرو په اړه فکر کړی چی دوی به څنگه د رای ورکولو صندوقونو په لور ولاړ شی؟

ت: د ټاکنو په محال د امنیتی ستونزو دکمولو او یا له منځه وړلو په اړه چا کومه عملی طرحه وړاندی کړی؟

ث: د ټاکنواودټاکنو د تر سرکولو اړونده چارو لګښت به څوک ورکوی؟

ج: آیا ټاکنی اونصاب يي د هیواد د مرورو وگړو په ټاکنو کی د برخه نه اخیستلوله کبله اغیزمنی نشی؟

د: د تاکنو د ښه موثرتیا په موخه  آیا د ټاکنوڅخه وړاندی د ملی پخلاینی کومه عملی طرحه جوړه شوی؟

درنو اوګرانو هیوادوالو په اخر کی زما یو څو فقیرانه وړاندیزونه د افغانستان د کنډواو یتیمانواو ددی خواراو مسکین لاکن د پیاوړي همت درلودنکی ملت د څوکالۍ په منظور ومنۍ:

اول: راځۍ چی هره سیاسی لوبه فقط او فقط د ملی ګټو،  ملی وحدت او د اسلام د مبین دین د لا پیاوړتیا په موخه ترسره کړو؟

دوهم: راځۍ چی د خپلو قومی، مذهبی او سیاسی مشرانو درناوی د هغوی په ژوندانه وکړو، دا ځکه چی تر مړینی ورسته یی په تعریف او توصیف کتابونه ډکول د ژوندانه په موده کړی اشتباهات نشی جبران کولای.

دریم: راځۍ چی خپل وطن پخپله جوړ او خپل خلک پخپله درانه کړو.

څلورم: راځۍ چی د خپلوتیرو منفی او مثبتو تجروبو نه په استفادی سره خپله راتلونکی روښا نه کړواو د نړۍ د سترو ملتونو او د پیاوړو هیوادونو په لیکه کی د تل لپاره ځان ته ځای پیدا کړو. یعنی که پرون زمونږ دښمنانو زمونږ ملی اتل او رهبر غازی امان الله خان زمونږ د بعضی وطنوالو پواسطه جلا وطنۍ ته مجبور کړاو وطن یی د بدبښتۍ کندی ته  وغورزاوه  راځۍ چی نن د هماغی  تجربی نه په استفادی سره د خپلو مشرانو درناوی وکړو او د هیواد په سمسورتیا او د ملت په پیاوړتیا کی ورسره په ګده قوی ګامونه پورته کړو.

تل دی وي افغانستان، ژوندي دی وي افغانان او سر لوړی دی وی اسلام.

محمد فرید

March 15, 2009

 


The author and his/her ideas are not necessarily associated with those of Safis Web.


                                    ---------------------------End--------------------------


Important note:
Safis Web stands for equal rights and brotherhood among all Afghan ethnic groups. We consider Tajiks, Hazaras, Uzbeks and other minorities as our Afghan brothers. Those with extreme and racist ideas are not welcome to our site.

Articles on Afghan Presidential Election 2009

د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول
د ولسمشرۍ چوکۍ ته  دغوره نوماند (کاندید) ځانګړتیاوی
حامد کرزي خپله سیاسي لوبه  وبایلله
په افغانستان کی دولسمشرۍ  ټولټاکنی او د خلکو غبرګون


More Articles By:

Akmal Sapay

"Pashto is an odd language"
US Elections from an Afghan's Perspective
Baghlan bombing - Evil in every sense of the word
A mosque or a school? Pashtun's choice
Pashtun's Two Concerns: Money and the Paradise
Afghan Embassy's Racist and descriminating Website
Safis Web, Pashto language and the critics
Pashtun's behaviour in 3 different situations
Afghan War on Youtube.Com
Afghanistan has two official languages, not one!
Swedish decision: Afghans must return home!
Pashtun tribal identities dividing us or uniting us?
Zahir Shah - The Last King of Afghanistan


Mohammad Farid

د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول

جنګ، فقر او غربت د یو ملت ملي غرور له منځه وړي

په ننګرهار کې د بیا رغونې او پرمختګ چاري

په افغانستان کې د ډیموکراسۍ وده

په افغانستان کی دولسمشرۍ  ټولټاکنی او د خلکو غبرګون

د ولسمشرۍ چوکۍ ته دغوره نوماند (کاندید) ځانګړتیاوی

ملي هویت وطن پالنه او ملي ګتې


Dr. Muradzai


په نومېښود کې ځينې اړين بنسټونه
ایراني تالي څټي یوبل پسې بربنډیږي
افغان یوموټئ ملت او پښتو ددې ملت ژبه ده


Engineer Arshad Noor

د پښتنو مهمي ستونزي
ګرم څوک دی؟


A. Khan


Removal & Transfer of Officials within Police Sector
Karakul Hats  and animal rights
Afghan Attorney General & the latest incidents
Political Nostalgia (Comments on Mr. Razaq Mamoon’s latest two articles)
Corruption Award to President Karzai
Late Arrival Culture & Classic Teahouses


Baryale Lekanwal

وسلوال طالبان، د پښتون وژنې د اوسنۍ غميزې لاملين


Dr. Said Afghani

په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی



 


 

chanel handbags 2011christian louboutin uktory burch usmonster beats headphonesprada handbagsbelstaff outletmbt shoes uk gucci sunglassesnike air force 1 lowcheap herve leger dresschi dazzle flat iron pink