|
تر هر څه ړومبئ ويلئ شم چې دا نومټولګه څونه نيمګړې ده٬ خو دا يو پیل دئ او
هيله ده نور یې په بشپړتوب کې ونډه واخلي
.
په نومېښود کې به ښه دا وي چې په پښتو ژبه د ژيو٬ وښو٬ ګلانو٬ بوټو٬ ميوو
او داسې نورو نومونو او همدارنګه د چاپيريال بيلاـ بيلو برخو لکه کوڅه٬ چم٬
کلي ٬ بانډه ٬ غر٬ هسک٬ سين٬ ځنګل او ډيرو نورو څخه په پراخه اندازه ګټه
واخيستل شي
.
همدارنګه د کلتوري ٬ تاريخي پيښو او د هغو د اتلانو نومونه په پام کې ونيول
شي.
په نومېښود کې ددې لارې ښېګڼې خورا ډېرې دي. دا ډول نومېښود نه يوازې د
چاپيريال او ټولنې سره زموږ نږدېوالې او خپلوي څرګندوي بلکې زمونږ د
ټاټوبې ٬ هېواد ٬ تاريخ٬ دود او کلتور د پېژنګلوۍ ښه ښکارندوی هم دی.
د سا ري پتوګه د انارګل نوم په ايښودلو سره ٬ مونږ نه يوازې په يوه تن نوم
ږدو بلکې په داسې نوم سره ٬ مونږ د خپل هېواد يوه خوږه مېوه لکه انار
پېژنګلو ته وړاندې کوو او په څنګيزه توګه ورسره ددې مېوې د پيداکېدو سېمې
لکه کندهار ٬ تګاو او خوږګياڼي په ګوته کوو. يا ايمل خان نوم په چا ږدو ٬
په دې نوم سره مونږ د پرديو- مغلو په وړاندې د خپل يوه اتل د ننګونو او
غيرتونو کيسه او د هغه وخت د پښتنو ځلميانو د سرښندنو يادونه کوو.
په دې ډول نومېښود سره په ريښه کې مونږ خپل ځان ، هيواد او خپل تاريخ
بيانوو اوخپله پيژنګلو بشپړوو.
بيله څرګندې اړتيا، د ناپښتو نومونو په اېښودلو سره زمونږ خپله پېژنګلو د
نورو منځ کې ورکېږي او د وخت په تېرېدو سره له خپل هېواد، ټولنې او تاريخ
څخه پردي کېږو
.
که يو څوک په چا غلام ګل نوم ږدي يا مغل يا داسې نور ، په دې ډول نومونو
سره زمونږ خپله پېژنګلو نه کېږي او په حقيقت کې مونږ د خپل پښتون ملت ،
هېواد، تاريخ او کلتور په ځای ، بل قوم د نورو تا ريخ او کلتور ستايو.
البته په دې لړ کې د نړۍ د مېړنيو او وتلو څېرو د نومونو خبره بېله د
ه.
همدغه ډول ، ماشوم نومېښود کې پښتو نومونو ته د پاملرنې په څنګ کې ، د يوې
بلې مهمې خبرې يادونه هم پکار ده ، یعنې دا چې مونږ بايد د خپل کلي ، بانډې
، چم ، سړک ، کوڅې او هټۍ
نومونه په ملي ژبه پښتو کېږدو ؛ سردړې ( لوحې ) ، تختې ، او اعلانونه بايد
په پښتو ولېکل شي ترڅو لوستونکي په دې وپوهيږي چې په کوم هېواد کې اوسيږي
او د هېواد ملي ژبه څه ده
.
ژبه د يوه ملت هويت څرګندوي او د ملي يووالي په ټينګښت کې لويه برخه
اخلي.
|